په #نورستان کې د #واورې ورښتونو زیانمنو ته نغدي مرسته ورسول شوه شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷ #افغاني_سرې_میاشتې د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند د کوردر سیمې له هغو دوو کورنیو سره، چې د واورې د ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، ۴۰ زره افغانۍ #نغدي_مرسته وکړه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې. افغاني سره میاشت د #طبیعي_پېښو له امله د زیانمنو #هېوادوالو لاسنیوی له خپل اساسي کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي او هڅه کوي چې اړمنو ته پر وخت مرستې ورسوي. ========================= #Cash_Assistance Provided to Snowfall-Affected Families in #Nuristan Saturday, April 4, 2026 The #ARCS provided 40,000 Afghanis in cash assistance to two families affected by recent #snowfall in the Kurdar area of Wama District, Nuristan Province. Each family received 20,000 Afghanis to cover their immediate needs. #Supporting individuals affected by natural disasters is a top #operational_priority for the ARCS, and it strives to respond promptly to the needs of #vulnerable communities. Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan) [ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2040442680195326323 ] #Afghanistan