Recent heavy rains and floods have caused casualties and property damage in Paktia province, in its center and districts. Date: 1447/10/15 AH Heavy rains and subsequent floods during Wednesday and Thursday have caused casualties and property damage in the center of Paktia province (Gardiz) and 14 districts. The damage occurred in the center of Paktia province (Gardiz), as well as the Janikhel, Ahmadkhel, Patan, Chamakniyo, Lajha Mangal, Garde Chareh, and Waze Zadrani districts. According to initial reports, one person has been killed in the center of the province and two others have been injured in the Janikhel and Waze Zadrani districts. The floods have also severely damaged people's homes, with 24 residential homes, one mihrab (prayer niche) in a mosque, and 2 rural shops completely or partially destroyed in Gardiz, Chamakniyo, Garde Chareh, Janikhel, Waze Zadrani, Dandi Patan, Lajha Mangal, and Ahmadkhel districts. Hundreds of acres of agricultural land have been destroyed in Dandi Patan, Chamakniyo, Ahmadkhel, Waze Zadrani, and other districts, causing economic losses to farmers. Reports of the deaths of 30 livestock have also been received. The leadership of Paktia province assures that an emergency committee under the auspices of the provincial administration, along with relevant agencies, personnel, and technical equipment, has reached the affected areas and begun efforts to clear roads, assess damages, and provide emergency assistance to affected families. Relevant agencies are also in a state of readiness to prevent further potential hazards in the affected areas, and efforts are underway to provide the necessary facilities to those affected promptly. Paktia Province Press Office د پکتیا ولایت پۀ مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو لۀ امله ځاني او مالي زیانونو اوښتي. نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۵ هـ.ق د پکتيا پۀ مرکز ګرديز او ۱۴ ولسواليو کې د پنج‌شنبې او جمعې ورځو په ترڅ کې د وروستیو درنو ورښتونو او راوتلو سیلابونو لۀ امله د ولایت پۀ مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. یاد زیانونه د پکتیا ولایت په مرکز ګرديز، جاني‌خېلو، احمدخېلو، پټان، څمکنيو، لجه منګل، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله د یادو پېښو له امله د ولایت په مرکز کې یو تن شهید شوی او په جاني‌خېلو او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې دوه تنه ټپیان شوي دي. دغه راز د سیلابونو لۀ امله د خلکو استوګنیز کورونه هم سخت زیانمن شوي، چې پۀ مرکز ګرديز، څمکنيو، ګرده څېړۍ، جاني خيلو، وزې ځدراڼ، ډنډې پټان، لجه منګل او احمدخيلو ولسوالو کې ۲۴ د استوګنې کورونه، يو محراب مسجد او ۲ کليوالي دوکانونه په بشپړه او نيمه توګه وران شوي دي. پۀ ډنډې پټان، څمکنيو، احمدخېلو، وزې ځدراڼ او نورو ولسوالیو کې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې دي، چې بزګرانو ته يې اقتصادي زیانونه اړولي دي، همدارنګه د یادو پېښو له امله د ۳۰ څارویو د تلف کېدو راپور هم ترلاسه شوی دی. د پکتیا ولایت رهبري ډاډ ورکوي، چې د ولايت مقام تر چتر لاندې اضطراري کمېټه او د اړوند ادارو، پرسونل او تخنیکي وسایلو پر وخت زیانمنو سیمو ته ځان رسولی او د لارو د خلاصولو، د زیانونو د ارزونې او له زیانمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو رسولو چارې یې پیل کړې دي. همدارنګه، اړوندې ادارې په زیانمنو سیمو کې د نورو احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتو حالت کې دي او هڅې روانې دي، څو زیانمنو ته پر وخت لازمې اسانتیاوې برابرې شي. د پکتیا ولایت رسنیز دفتر Source: د پکتيا ولايت رسنیز دفتر (@PaktiaPMC) [ https://x.com/PaktiaPMC/status/2040080987804373465 ] #Afghanistan #Paktia